په نیمروز کې د ملکي ادارو د پنځم او شپږم بست لپاره د مامورینو د کانکور ازموینه واخېستل شوه.
د نیمروز د والي ویاند، احمد عرب وویل چې په ازموينه کې ۲۴۹ ښځو ګډون کړی وو.
هغه پرون شنبه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د معلمۍ د بست لپاره لږ تر لږه ۲۸۸ کسانو فورمې ډکې کړې وې او د ملکي مامورینو د بستونو لپاره هم ۴۴۶ کسانو فورمې ډکې کړې وې چې ټولو په ازموینه کې ګډون وکړ."
احمد عرب زیاته کړه چې د ولسمشر د فرمان پر اساس، د ملکي ادارو د مامورینو د ټاکنې په ازموینه کې شفافیت ته ډېر پام شوی دی.
د نیمروز د والي ویاند وویل چې د ازموينې پایلې به ډېر ژر اعلان کړي.