جرمني: د کیف د ځواک او د روس پلوو د جګړې انتخابونه دې وارزول شي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي، د اوکراین په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک جوړېدل به، د روسیې پر وړاندې د اقتصادي بندیزونو د تدریجي لېري کېدو لپاره اسانتیا رامنځته کړي.

سیګمار ګابریل دا څرګندوني نن شنبه د مونیخ د امنیتي کنفرانس په څنډو کې وکړې.

دا د نړۍ د مشرانو ، لوړ پوړو چارواکو او پالېسۍ جوړوونکو کلنۍ غونډه ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل، د اوکراین په ختیځ کې د کیف ځواکونو او روس پلوه بیلتون غوښتونکو تر منځ، د جګړې پای ته رسولو لپاره باید ټول انتخابونه وارزول شي.

په دغې جګړه کې چې له ۲۰۱۴ میلادي کال له اپریل راهیسې پیل شوي، څه باندې ۱۰ زره او درې سوه کسان وژل شوي دي.

ګابریل له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د لیدو پر مهال وویل :

"زه فکر کوم، دا د چټک پرمختګ لپاره یو له واقعي امکاناتو څخه دی او زما دریځ دا دی چې پداسې حال کې چې په نړۍ کې نا امنۍ په زیاتېدو دي، نو موږ دې پرمختګ ته بېړنۍ اړتیا لرو."

اروپایي ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو د اوکراین د ختیځ په جګړو کې د مسکو د رول او هم په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د روسیې له خوا د اوکراین د کریمیا سیمې تر الحاق وروسته څو ځلې پر مسکو اقتصادي بندیزونه ولګول.

د نړۍ لوړ پوړو چارواکو د مونیخ کنفرانس په څنډو کې د خبرو پر مهال د اوکراین په ختیځ کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواکونو پر احتمال بحث وکړ.

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزیر پاول کلیمکین د جمعې په ورځ وویل چې دی او روسي سیال یې په همدې اړه د خبرو پر مهال کوم توافق ته ونه رسېدل.