ذکي: د شهیدانو د ورثې د بایومټریک چارو لومړني پړاوونه پيل شوي

د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو او شهیدانو او معلولینو وزیر وایي، د شهیدانو د ورثې د بایومټریک چارو لومړني پړاوونه یې پیل کړه.

فیض الله ذکي په کابل کې د ښې حکومتوالۍ او اصلاحاتو پر لور په نوم یوه سیمینار کې وویل چې د دې پروسې هدف شفافیت او د فساد مخنیوی دی.

ښاغلی ذکي وایي، راتلونکې اوونۍ به په ټولو ولایتونو کې په یوه وخت رسماً د شهیدانو د ورثې د بایومټریک لړۍ پیل کړي:

"نننی سیمینارد دې بهیر پیل دی، د کار او ټولنیزو چارو ریسان رابلل شوي دي چې په مرکز کې د یوه عالي کمېسیون تر څار لاندې او په ولایتونو کې د ولایتي کمېسیونونو تر څار لاندې چې مشري یې والیان کوي، څو د دغه بهیر عملي چاري پیل شي، دوی نن دلته روزنه وینې، له راتلونکې اوونۍ څخه به ټولو ولایتونو کې په یوه وخت دا بهیر پیل شي."

ښاغلی ذکي زیاتوي ځینو جرمي شبکو د شهیدانو د ورثې جعلي وثیقې جوړي کړې دي.

دغه وزارت په افغانستان کې د معلولینو او د شهیدانو د ورثې شمېر نېږدې درې سوه زره کسان یادوي، خو دا معلومه نه ده چې څومره شمېر یې د شهیدانو ورثه ده.