عبدالله: د جهاد بریا یوازې په جهادي تنطیمونو پورې اړه نه لري

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان د جهاد بریا یوازې په جهادي تنطیمونو پورې اړه نه لري بلکې دغه جهاد د افغانستان د خلکو د جهاد بریا ده.

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن په کابل کې له افغانستان نه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د ۲۹ کالیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړې.

ښاغلي عبدالله پخواني شوروي پلوه حکومتونو ته په پام سره وویل، پکار ده چې د ملي وحدت حکومت مشران په خپلو پرېکړو کې د خلکو خوښه په پام کې ونیسي او هغو مسایلو ته لومړیتوب ورکړي کوم چې ډېر مهم او ضروري دي.

نوموړي په دغه هېواد کې د امنیت موضوع تر ټولو مهمه وبلله.

دغه غونډې ته یو شمېر نورو حکومتي چارواکو او جهادي مشرانو هم ورته خبرې وکړې.