د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې هوايي برید ۷داعشیان وژلي

د کونړ په چپې درې ولسوالۍکې تېره ورځ د نړیوالو ځواکونو د بې پیلوټه طیارې په برید کې ۷ داعشي وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ سرپرست محمد زمان عیار نن شنبې ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ ناوخته د نړیوالو ځواکونو بې پیلوته الوتکې د چپې درې ولسوالۍپه دیګل دره کې برید کړی چې پکې د یوه قوماندان په ګډون ۷ تنه داعشې وسله وال وژل شوي.

تر واسه د اسلامي دولت یا داعش ډلې د یاد برید په اړه څه نه دي ویلي.