د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اورونو کرکټ نړیوالو مسابقو لړۍ، له زېمبابوې وګټله.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکټ د یوې ورځې د نړیوالو سیالیو«ODI» دا لړۍ په شارجه کې روانه ده.
سره له دې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ یوه بله مسابقه لا پاتې ده خو د پرونۍ لوبې پایلې، څرګنده کړه چې افغانستان د لړۍ ګټونکی دی.
د افغانستان لوبډلې د سیالیو د روانې لړۍ له څلورو څخه درې ګټلې او یوازې یوه لوبه د زېمبابوې په ګټه تمامه شوې ده.
د افغانستان د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسئول، فریدهوتک پرون جمعه په دې اړه ازادي راډیوته وویل:
"د افغانستان لوبډله وتوانېده چې په کم توپیر، د زېمبابوې لوبډلې ته ماته ورکړي، زېمبابوې ۱۳۵منډې هدف ټاکلی و او افغانستان د هېڅ یوه لوبغاړي له سوځېدو پرته، هدف ته ورسېد او د روانې لړۍ جام یې د ځان کړ."
په پرونۍ سیالۍ کې مجیب الرحمن ځدراڼ د زېمبابوې د لوبډلې پنځه غړي وسوځول او د سیالۍ غوره لوبغاړی وبلل شو.