اروپايي ټولنه: سویډن دې د پناه غوښتنې پر شرایطو لګېدلي محدودیتونه کم کړي

د اروپايي شورا د بشري حقونو کمېټې پرون جمعه د سویډن پرحکومت غږ کړی چې د افغانستان مهاجرو ته د پناه غوښتنې پر شرایطو لګېدلي محدودیتونه کم کړي.

د سویډن حکومت په ۲۰۱۵مېلادي کال کې په اروپا کې د مهاجرت د بحران له امله، پرپناه غوښتونکو محدودیتونه ولګول.

د بېلګې په ډول، د سويډن حکومت له پناه غوښتونکو د کورنیو د الحاق یا یوځای کېدو حق اخیستی و.

د سویډن حکومت غوښتل چې په دې ډول هغه هېواد ته د پناه غوښتونکو د ورتګ مخنیوی و کړي، خو د جرمني د خبري اژانس «دي، پي، اې» په حواله، د اروپا د بشري حقونو شورا، د سویډن له حکومته غوښتنه کړې چې د افغانستان د پناه غوښتونکو لپاره هغسې شرایط برابر کړي چې په اروپا کې د مهاجرت تر بحران مخکې موجود وو.

د اروپايي شورا د بشري حقونو کمېسیون د سویډن له حکومته په ځانګړي ډول د هغو افغانانو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کړې چې عمرونه یې تر 18 کلونو کم دي، د پناه غوښتنې عریضې یې رد شوې او جبراً، باید افغانستان ته واستول شي.

د سویډن د مهاجرت اداره وايي، سږکال به ۲۳زره کسان په هغه هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي چې لږترلږه ۱۵۰۰تنه یې تر ۱۸کلونو کم عمر لري او په یوازې سریې مهاجرت کړی دی.