ځایي اوسېدونکي: په نورستان کې د کوکنارو کرکیله زیاته شوې

په نورستان کې د کوکنارو کرکیله زیاته شوې چې له امله یې زیات کسان د نشه یي توکو پر څښلو روږدي شوي دي.

دوی له حکومت او مرستندویو ټولنو غواړي چې باید ورته ټولګټې پروژې پیل کړي او همداراز ورسره د معتادو کسانو د درملنې په برخه کې هم مرستې وکړي.

د نورستان د منډول ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، مرکزي حکومت او مرستندویو ادارو تراوسه له دوی سره د کوکنارو د نه کرلو په بدل کې هېڅ ډول مرستې نه دي کړي.

دوی وايي، په نورو ولایتونو کې کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه، کيمیاوي سرې او نور شیان ورکول کېږي، خو د منډول اوسېدونکو ته تراوسه په دې برخه کې هېڅ ډول توجه نه ده شوې او زیاتوي چې د کوکنارو د کښت له امله ورځ تر بلې د روږدو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راځي.

اخوا د نورستان د مخدره موادو په ضد د مبارزې رئیس هارون واحد وایي، هڅه کوي چې نورګرام او منډول ته دبدیل معشیت پروګرامونه ورکړي او په دې برخه ځیني پروګرامونه په نظر کې نیول شوي چې په دغو پلانونو کې ورسره د کرنې ریاست هم همکار دی.

د نورستان ډېری اوسېدونکي په مالدارۍ بوخت دي، ځمکې يې کمي دي، نو که چېرته ورته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي او یا هم ورته د باغدارۍ په برخه کې توجه وشي، نو له کمو ځمکو به ډېر حاصل ترلاسه او د کوکنارو له کرلو به لاس واخلي.