په پنجشېر کې واورې ښویدنې يو کس وژلی او ۴ نور ټپيان شوي

په پنجشېر ولايت کې د واورې ښویدنې په نتيجه کې يو کس وژل شوی او څلور نور ټپيان شوي دي.

پېښه د پنجشېر ولایت په خنچ ولسوالۍ کې شوې ده.

د پنجشېر ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس حميدالله بخشي ازادي راډيو ته وويل چې ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

د دې تر څنګ په سږ کال ژمي کې د پروان ولايت په غوربند او سالنګ ولسوالیو کې هم د واورو د ښویدنې له کبله، زيانونه اووښتي دي.

تېر کال هم په پنجشېر ولايت کې د واورو د ښویدنو له کبله شااوخوا ۳۰ کسان وژل شوي وو.