د روسیې مرکزي بانک: يوه هکر له سويفټ سيسټمه ۶ ميلیونه ډالر غلا کړي

د روسیې مرکزي بانک وايي، يوه هکر تېر کال د روسیې له سويفټ نړيوال سيسټم څخه شپږ ميلیونه ډالر غلا کړي وو.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، مرکزي بانک ويلي چې د سويفټ سيسټم کارکوونکي پر کاري کمپيوټر په حمله کې هکران توانېدلي چې شااوخوا ۳۴۰ ميلیونه روبل چې شپږ ميلیونه ډالر کېږي، غلا کړي.

د سويفټ سيسټم وياندې په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده.

د دې سيسټم له لارې هره ورځ تريليونونه ډالر له يوه ځایه بل ته لېږل کېږي.

په تېر ډسمبر مياشت کې هکرانو هڅه کړې وه چې د روسیې له دولتي ګلوبیکس بانک څخه د سويفټ سیسټم له لارې ۵۵ ميليونه روبل غلا کړي.

ډيجيټلي غلو په ۲۰۱۶میلادي کال کې د بنګله دېش له يوه بانکه ۸۱ ميليونه ډالر غلا کړي وو.