د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د FATF سازمان په نوملړ کې د پاکستان د شاملولو لپاره د امریکا متحده ایالاتونو د هڅو په غبرګون کې وايي، افغان حکومت د هر هغه اقدام چې په سیمه کې د ترورېستي ډلو د ملاتړ مخه نیسي، ترې حمایت کوي.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل چې له ترورېزمه ملاتړ بدې پایلې لري.
نوموړي وویل:
"د افغانستان اسلامي جمهوریت له دې وړاندې هم اعلان کړی و چې له ترورېزم ملاتړ او په ښو او بدو د ترورېستانو وېشل، خپل پيغامونه لري او د افغانستان دولت له هر هغه اقدامه هرکلی کوي چې له مخې یې په سیمه کې له ترورېستي ډلو سره ملاتړ قطع کېږي."
دا په داسې حال کې ده چې يوه پاکستاني چارواکي ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو د يوې داسې طرحې وړاندیز کړی چې له مخې یې پاکستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شاملېږي چې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې یې همکاري نه ده کړې.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په «FATF» بین الحکومتي سازمان کې چې د پیسو مینځلو د مبارزې په برخه کې کار کوي، په نوملړ کې یې د پاکستان شامېلېدل به، دغه هېواد په اقتصادي لحاظ ډېر متضرر کړي.
پاکستاني چارواکو او غربي ډيپلوماتانو ویلي چې په دغه لېست کې د پاکستان احتمالي شامېلېدل به، بهرنیو شرکتونو او پانګوالو ته وضعیت سخت کړي.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پاکستان سره د دوه میلیاردو ډالرو په ارزښت، مرستې ځنډولې وې.
بل خوا د مشرانو جرګې يو شمېر غړي هم د امریکا دغه اقدام په سیمه کې د ترورېزم د نابودولو لپاره اغېزمن بولي او وايي چې د امریکا له خوا په پاکستان فشارونه دغه هېواد په سیاسي، نظامي او اقتصادي لحاظ متضرر کوي.
له دې ډلې نثار حارث وايي:
"کوم فشارونه چې امریکا په پاکستان راوړي، دا يو نیک اقدام دی او کولای شي چې په سیمه او نړۍ کې ترورېزم نابود کړي، له هغه وروسته چې پاکستان په تجارتي برخه کې په افغانستان بندیزونه زیات کړل، خو افغانستان وتوانېد چې بدیلې لارې پیدا کړي، نو پاکستان ته په کار ده چې له افغانستان سره خپلې اړېکې ښې کړي، څو په سیمه کې نسبي ارامي راشي."
ښاغلی حارث وايي، کوم اقتصادي بندیزونه چې پاکستان په افغانستان لګولي، ډېر تاوان يې پاکستان ته دی، نه افغانستان ته.
بل خوا د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد اکبر وايي، په پاکستان د امریکا وروستي فشارونه د دغه هېواد په اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې نېغ په نېغه منفي اغېز پرې باسي.
راپور: واصل وصال