د کندز پولیسو د نشه‌یي موادو د قاچاق په تور ۷ تنه نیولي

د کندز ولایت پولیسو د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور اووه تنه نیولي دي.

د کندز له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر سمونوال ویس‌الدین تلاش له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا کسان د کندز ښار په اړوندو ناحیو او شااوخوا سیمو کې د پولیسو له‌خوا نیول شوي او یو تن چې غوښتل یې څلور کېلو ګرامه نشه‌يي مواد له تخار ولایت څخه کابل ته انتقال کړي، د پولیسو له‌خوا نیول شوی دی.

نوموړی زیاتوي:

"دې ۷ کسانو د نشه‌يي موادو په قاچاق، تهدیدونو او وسله‌والو غلاوو کې لاس درلود او د عین‌الله په نوم د مزار شریف یو تن چې څلور کېلو ګرامه نشه‌يي مواد یې له تخار ولایت څخه قاچاق کول، پولیسو نیولی دی."

د ښاغلي تلاش په وینا، د نیول شویو کسانو دوسیې د لازیاتو څېړنو په خاطر عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل شوې دي.