د حامد کرزي په هوایي ډګر کې یو تن قاچاق وړونکی نیول شوی

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیسو یو تن د ۳ کېلو ګرامو نشه‌يي موادو د قاچاق په تور نیولی دی.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحِد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نیول شوي کس دا مواد په یوه بکس کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل‌یې چې هندوستان ته‌یې قاچاق کړي چې د هوايي ډګر د مسؤلینو له‌خوا ونیول شو.

د ښاغلي موحِد په وینا، له نیول شوي کس څخه څېړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه اوونۍ مخکې هم دوه تنه قاچاق کوونکي د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې نیول شوي وو.