عبدالله: د نشه‌یي موادو او معتادینو ډېرېدل د اندېښنې وړ دي

د حکومت اجرائیه رئیس وایي چې په هېواد کې د نشه‌يي موادو او معتادينو ډېروالی د اندېښنې وړ دی.

د ملي وحدت حکومت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله د چهار شنبې په ورځ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د ملي کمېټې په ناسته کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د دولتي ادارو ترمنځ د کمزورې همغږۍ له امله انتقاد وکړ او زياته‌يې کړه چې په افغانستان کې د نشه‌يي موادو د کښت، توليد او استعمال ډېرېدل، د ټول حکومت ناکامي ده.

په دې غونډه کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي وویل چې د تېر کال په پرتله په هېواد کې د نشه‌يي موادو کښت او توليد ډېر شوی دی.

په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معين ویلي چې په تېر کال کې تقريباً درې زره کسان د نشه‌يي موادو د قاچاق او تولید په تور نیول شوي دي.