امریکا له ایرانه د اپوزسیون د ۳ مشرانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د امریکا متحده ایالتونو له ایرانه غوښتي چې د دې هېواد د اپوزسيون هغه درې مشران دې خوشې کړي چې له ۷ کلونو راهيسې په خپلو کورونو کې نظر بند دي.

پرون پنجشنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران د ولسمشرۍ د څوکۍ د ۲۰۰۹ میلادي کال د انتخاباتو د ۲ کاندیدانو، مهدي کروبي او او میر حسین موسوي، د نظر بندۍ د ۷مې کلیزې په درشل کې د دې دوو سیاستوالو او د ښځو د حقونو د یوې مدافع زهرا رهنورد د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

مهدي کروبي او میر حسین موسوي په هغو پراخو اعتراضونو کې د لاس لرلو په جرم کورونو کې نظر بند دي چې په ایران کې د ۲۰۰۹ میلادي کال د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو وروسته راپورته شول.

په ایران کې د خلکو د نارضایتۍ په دوام په وروستیو کې د دې هېواد په شااوخوا ۷۰ ښارونو کې پراخې مظاهرې وشوې چې په کې ۲۵ کسان ووژل شول او تر درې زرو زیات نور ونیول شول.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په تکرار د دې مظاهرو ستاینه کړې ده.