روسیه: ښایي ۵ غیر پوځي روسي اتباع د سوریې په برید کې وژل شوي وي

د روسیې د بهرنیو چار وزارت وايي، پنځه تنه روسي اتباع چې پوځي پرسونل نه وو، ښايي تېره اوونۍ په سوریه کې د امریکا له پوځي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شوي وي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون پنجشنبه خپره شوه، هغه راپورونه چې وايي، په دې نښته کې لسګونه یا سلګونه روسي وګړي وژل شوي، غلط معلومات وبلل.

روېټرز خبري اژانس د دې نښتې په اړه د خبري سرچینو له قوله لیکلي چې وايي، ۳۰۰ روسي وګړي چې د کرملین د یوه ارتباطي پوځي شرکت لپاره یې کار کاوه، تېره اوونۍ په سوریه کې وژل شوي یا ټپیان دي. اژانس د روسیي د پوځي ډاکترانو له قوله د سلو کسانو د مړینې خبر ورکوي او له جنګیالیو سره نېږدې یوې بلې سرچینې بیا د وژل شويو روسي اتباعو شمېر ۸۰ ښودلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا د دې هېواد لومړنۍ چارواکې وه چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د سوریې په دیرالزور ښار کې په یوه پېښه کې د روسي وګړو د مرګ ژوبلې خبر یې تأیید کړی.

د امریکا دفاع وزارت وايي په دیرالزور کې یې وروسته له هغه په یوه هوايي حمله کې سل بریدکوونکي ووژل چې شااوخوا ۵۰۰ حکومت پلوو وسله والو د مخالفینو پر یوه اډه چې د امریکا د پوځ سلاکاران پکې اوسېدل، حمله وکړه