مسکو وایي، د امریکا بندیزونه به پر روسیې چندان اغېز ونه کړي

مسکو وايي چې د متحدایالاتو هرراز نوي بندیزونه به د روسیې پر خلکو او اقتصاد ډېر لږ اغېز وکړي.

د امریکا د خزانې وزیر ویلي چې په نېږدې راتلونکي کې به پر یوشمېر شتمنو روسي اتباعو یولړ نوي بندیزونه ولګول شي.

د روسیې صدراعظم ډیمیټري مېدوېدوف پرون پنجشنبه د روسیې ۲۴ په نوم ټلویزیوني چېنل ته وویل چې که متحدایالات د بندیزونو نوی فهرست خپور او اعلان کړي، نو دا به کوم لوی بدلون رانه ولي.

مېدوېدوف وویل چې د دې بندیزونو په نتیجه کې د روسيې خلک خو پرېږده چې پر اقتصاد به یې هم د پام وړ اغېز ونه کړي.

د امریکا د خزانې وزیر ستیفن منوچین د چارشنبې په ورځ د سنا د مالي کمېټې استماعیه غونډې ته وویل چې دی به د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو په ځواب کې، ډېر ژر پر یوشمېر شتمنو روسي وګړو نوي بندیزونه اعلان کړي.

د امریکا کانګرس په تېر دوبي کې په پر روسیې د بندیزونو لایحه یوه خوله تصویب کړه چې وروسته بیا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم زړه نازړه توشیح کړه.