کریل رامافوسا د جنوبي افریقا ولسمشر وټاکل شو

کریل رامافوسا د جنوبي افریقا ولسمشر وټاکل شو.

رامافوسا چې د افریقا د ملي کانګرس ګوند مشر دی، نن د مخکېني ولسمشر له استعفا وروسته په پارلمان کې یوازنی کاندید و.

جاکوب زوما د خپل ګوند د فشار له زیاتېدو وروسته استعفا وکړه.

زوما ۹ کاله د جنوبي افریقا ولسمشر و.

ده نن په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل چې فوراً استعفا کوي، خو د افریقا د ملي کانګرس ګوند له پرېکړې سره موافق نه‌دی.

د افریقا د ملي کانګرس ګوند ۷۵ کلن زوما ته ویلي و چې استعفا وکړي، کنې په پارلمان کې به د نه‌اعتماد رأیه ورکړي.