د امریکا د خزانې وزیر وايي پر روسیې نوي بندیزونه لګوي

د امریکا د خزانې یا مالیې وزیر ستیف منوچین وايي، د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په غچ کې پر یو شمېر روسي پانګه‌والو نوي بندیزونه لګوي.

منوچین پرون چهارشنبه د امریکا د سنا جرګې مالي کمېټې ته په راپور کې وویل چې دوی پر دغو بندیزونو چټک کار کوي او په لنډ وخت کې به‌یې عملي کړي.