د زېمبابوې د اپوزېسیون مشر «مورګان» د ۶۵ کلونو په عمر مړ شو

د زېمبابوې د اپوزېسیون پېژندل شوی مشر مورګان چانګیرای د ۶۵ کلونو په عمر مړ شو.

د چانګ ډموکرایتک غورځنګ مشرانو ویلي چې مورګان چانګیرای د جنوبي افریقا د جهانسبرګ ښار په یوه روغتون کې د سرطان ناروغۍ له کبله ساه ورکړه.

مورګان چانګیرای د اپوزېسیون د مشر په توګه په ځلونو په زېمبابوې کې بندي شوی او شکنجه شوی و.