په سمنګان کې ماین چاودنې دوه ملکیان وژلي

په سمنګان ولایت کې د یوه ماین په چاودنه کې دوه ملکیان وژل شوي او یو ټپي دی.

په وژل شویو کې یو ماشوم دی.

د سمنګان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند منیر رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې ماین د یوه تن چې محمد داوود نومېږي، په مېلمستون کې چاودلی دی.

د ده په وینا ښايي د دې حملې انګېزه شخصي دښمني وي.