د جنوبي افریقا ولسمشر جاکوب زوما د خپل ګوند د فشار له زیاتېدو وروسته استعفا وکړه.
زوما ۹ کاله د جنوبي افریقا ولسمشر و.
ده نن په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل چې فوراً استعفا کوي، خو د افریقا د ملي کانګرس ګوند له پرېکړې سره موافق نهدی.
د افریقا د ملي کانګرس ګوند ۷۵ کلن زوما ته ویلي و چې استعفا وکړي او کنې په پارلمان کې به د نه اعتماد رأیه ورکړي.
ټاکل شوې ده چې د افریقا د ملي کانګرس ګوند مرستیال رئيس د زوما ځای ونیسي.