د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ د«پولار»موسقۍ نړیواله جایزه وګټله

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ د ۲۰۱۸ مېلادي کال د «پولار» موسیقۍ نړیواله جایزه وګټله.

دغه جایزه به د جون په ۱۴ د سویډن په پلازمېنه ستکهلم کې د موسیقۍ په یوه لوی جشن کې د سویډن د پاچا کارل ګوستاو ۱۶له خوا د دغه انسټیټوټ بنسټ ایښودونکي احمد ناصر سرمست ته ورکړل شي.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ او د میتالیکا په نوم د موسیقۍ امریکایي هنري ډلې دغه جایزه چې هریوه پکې یومیلیون سویډني کرونه چې ۱۲۵زره ډالر کېږي، په پام کې نیول شوې، ورکول کېږي.

احمد ناصر سرمست

ښاغلي سرمست چې د موسیقۍ دغه انسټیټوټ یې په ۲۰۱۰ مېلادي کال کې تاسیس کړی، آزادي راډیو ته وویل چې ډېر د خوښۍ احساس کوي چې د دغې نړیوالې جایزې د ګټلو ویاړ ورپه برخه شوی دی.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ ارکستر چې په هېواد کې د لومړي ځل لپاره له ښځینه و جوړ شوی پکې د دواړو افغاني اصیلې او لوېدیځې موسیقۍ تدریس کېږي، دغه ارکستر تېر کال د سویس د داوس ښار په نړیواله اقتصادي غونډه کې ګډون کړی و او د نړیوالو پام یې ډېر ځانته جلب کړ.

د «پولار» د موسیقۍ د جایزې د تنظیم د چارو مشرې ماریا لیدین په یوه بیان کې وویل، موږ په دې باوریو چې دواړه ګټونکي که څه هم د نړۍ له دوو مختلفو برخو راځي، د پولار موسیقۍ د جایزې د اهدافو ښه ممثلین دي.

د هغې په وینا دغه جایزه هنرمندانو او د موسیقۍ ډلو ته په دې خاطر ورکول شوې چې په موسیقۍ سره یې د خلکو ژوند بدل کړی دی.

مېرمن لیدین ویلي، میتالیکا په نړۍ کې د راک موسیقي د میلیونونو مینه والو د خوښې وړ ډله ده او ښاغلي سرمست او د موسیقۍ انسټیټوټ یې هم په خپل فعالیت سره د ماشومانو په ژوند کې د موسیقۍ قدرت او خوښي بېرته اعاده کړې ده.

د یادونې وړده چې احمد ناصر سرمست د ۱۳۹۲ کال د آزادي راډیو د کال غوره شخصیت هم غوره شوی و.

د پولار موزیک د جایزې اساس په ۱۹۸۹ کال کې د سټیګ اندرشن له خوا چې د سویډنۍ د پاپ سندرغاړو د ډلې اببا ABBA مسؤل تنظیمونکی و، اېښودل شوی، هرکال دوو کاندیدانو ته ورکول کېږي.