چارواکي: د ارزګان په چينارتو کې ۱ پولیس او ۳ وسله وال وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په چينارتو ولسوالۍ کې تېره شپه ۱ پولیس او درې وسله وال طالبان وژل شوي او یو پولیس ټپي شوی دی.

د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان اخترمحمد نن چهار شنبه ازادي راډيو ته وویل چې برید وسله والو طالبانو په دغې ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې کړی چې پرمهال يې وسله والو طالبانو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړي وویل چې اوس په سیمه کې وضعيت عادي دی.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.