په ارزګان کې زرګونه کسانو په پاکستان کې د پښتنو په ملاتړ لاریون وکړ

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن سې شنبه زرګونه کسانو د پښتنو په ننګه د ترینکوټ ښار ته راووتل او په هغه هېواد کې یې د پښتنو د حقوقو غوښتنه وکړه.

دوی دغه‌راز پر ملګرو ملتونو هم غږ وکړ چې پښتانه دې د پاکستان له ظلمونو خلاص کړي.

بل‌خوا یادو لاریونوالو د برښنايي تذکرو د وېش پیلېدو غوښتنه هم وکړه.

په دې اړه د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت راپور چمتو کړی.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور