د روسیې یوه بار وړونکې بېړۍ له دوو ورځو ځنډ وروسته د نړیوالې فضایي اډې پر لور وتوغول شوه.
د روسیې فضایي ادارې راسکوزموس وویل، پروګرس ډوله دغه بېړۍ چې ۲،۷ ټنه خوراکي او د سونګ مواد او نور وسایل لېږدوي، نن سې شنبه د قزاقستان د بایکانور د توغولو له ځایه له توغول کېدو څو دقیقې وروسته، د ځمکې مدار ته داخله شوه.
ټاکل شوې چې دغه بېړۍ د پنجشنبې په ورځ له نړیوالې فضایي اډې سره ونښلي.
په دې فضایي اډه کې په اوس وخت کې شپږ فضا نوردان، درې امریکایان، دوه روسان او یو جاپانی اوسي.