په سویډن کې پر خلکو حمله کوونکی محاکمې ته حاضر کړای شو

هغه ازبکستانی چې د سويډن په پلازمېنه ستکهولم کې د تېر کال د خونړۍ حملې اصلي عامل بلل کېږي، نن سې شنبه د ترهګرۍ او د ترهګرۍ د هڅو په تور محاکمې ته حاضر کړای شو.

څارنوالانو ۳۹ کلن رحمت عاقلوف ته چې د تېر کال په اپرېل کې یې په ستکهولم کې د یوې لارۍ په ذریعه په حمله کې پنځه تنه وژلي و، د عمري بند سزا غوښتنه کړې ده.

پولیسو ویلي چې عاقلوف پر دغې حملې اعتراف کړی او دوی ته‌یې ویلي چې غواړي، هغه د کافرانو خبره چې د حملې په مهال یې کړې وه، بېرته واخلي.

نوموړی د ستکهولم په یوه واټ کې د اپرېل د اوومې د حملې په تړاو د یوې لارۍ په غلا کولو او پر هغې د لارویانو په وهلو تورن دی.

د نوموړي محاکمه به د مې تر میاشتې دوام وکړي او په جون کې به ورته سزا واورل شي.

هېڅ یوې ډلې د دغې حملې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.