د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: راډیو تر اوسه ځانګړی ځای لري

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د تصویري او چاپي رسنیو پر فعالیت سربېره راډیو تر اوسه په افغانستان کې ځانګړی ځای لري.

د دې وزارت ویاند صابر مومند نن د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت ازادي راډیو ته وویل چې دغه وسیله په افغانستان کې په تېره بیا په لیرې پرتو سیمو کې ډېر اورېدونکي او مینه‌وال لري.

دی وايي:

"له کله چې راډیو په افغانستان کې په کار پیل کړی تر اوسه‌یې په ټولنه کې خپل ارزښت او اورېدونکي ساتلي دي."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې راډیو د لومړي ځل لپاره د غازي امان‌الله خان د واکمنۍ په موده کې افغانستان ته راوړل شوه.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره «نی» وایي چې په اوس وخت کې په افغانستان کې اکثره خلک له راډیو معلومات ترلاسه کوي.

د یادونې وړ ده چې په دې برخه کې ازادي راډیو هم د ۱۶ کلونو فعالیت په ترڅ کې مهمه ونډه درلودلې ده.