د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وايي، له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې، پاکستان د تورخم له لارې د افغاني پنبې په صادراتو بندیز لګولی دی.
د دغه بورډ مشر رحمالدین حاجي اغا نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل، په دې کار سره سلګونه افغانان بېروزګاره شوي دي.
نوموړي وویل:
"تر زرو کسان بېکاره شوي او همدارنګه تر سلو فابریکو ډېرې په ټپه ولاړې دي، پاکستان له افغانستان څخه د پنبو صادراتو ته اجازه نهورکوي."
نوموړي وویل، دا مهال په هلمند او د هېواد په شمالي ولایتونو کې چې پنبه ډېره کرل کېږي، کروندګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.