د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پولیسو ځانګړو قطعو د کابل په اړوندو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ کېلو ګرامه هیروئین ضبط کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي چې د هیروئینو دا کڅوړه پرون دوشنبه د خاک جبار ولسوالۍ د ترهخېلو دښتې په سیمه کې ترلاسه شوه او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
افغان چارواکي وايي چې مخدره مواد د ترورېستي ډلو د عوایدو مهمه سرچینه ده او دوی یې پر ضد غوڅه مبارزه کوي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ترڅ کې په روان کال کې په ټول هېواد کې ۲۱۴ ټنه مخدره مواد ضبط شوي او ورسره نږدې ۲۵۰۰ زره مشکوک کسان نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.