د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ د ملي ټیمونو ترمنځ درېيمه یو ورځنۍ لوبه نن سې شنبه په شارجه کې ده.
دا لوبه د افغانستان او زېمبابوې د لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو یا ۵۰ اوره لوبو د لړۍ درېیمه لوبه ده چې د ماسپښین په ۳ بجو پیلېږي.
د دواړو ټیمونو دوه مخکنۍ ۵۰ اوره لوبې یوه افغانستان او بله زېمبابوې ګټلې وه، خو د همدې لړۍ دوه ۲۰ اوریزې لوبې دواړه افغانستان ګټلې دي.
د افغانستان او زېمبابوې د ټیمونو ترمنځ څلورمه لوبه د فبرورۍ په ۱۶مه او وروستۍ د فبرورۍ په ۱۹مه ترسره کېږي.