روسي چارواکو د لوېدلې الوتکې د ترلاسته شویو معلوماتو څېړل پیل کړي

روسي چارواکو د هغې الوتکې د ثبتوونکو وسیلو د معلوماتو څېړل پیل کړي چې وړمه ورځ مسکو ته نږدې نسکوره شوه.

د روسیې مرستیال صدراعظم ارکادي دورکوویچ تېره شپه د کابینې غونډې ته وویل چې د بېړنیو مرستندیو ډلو د الوتکې اړوند معلومات او د اواز ثبتوونکې وسیلې موندلې دي.

هغه زیاته کړه چې دا به د الوتکې د نسکورېدو د علت په معلومولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

د ساراتوف هوايي شرکت انتونوف ۱۴۸ الوتکه چې د اورال سیمې اورسک ښار ته د الوتنې په حال کې وه، د یکشنبې په ورځ د مسکو له هوايي ډګره له الوتو څو شېبې وروسته راوغورځېده او د شپږ عملې په ګډون ټولې ۷۱ سپرلۍ یې ووژل شوې.