حسین بتسالي په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو استازی شو

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان عمومي منشي، حسین افني بتسالي «Huseyin Avni Botsali» په افغانستان کې د دغه سازمان د دایمي استازي په توګه معرفي کړ.

د سعودي عربستان د خبري اژانس د راپور له مخې د ښاغلي بتسالي تعهد پاڼه په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني ته سپارل شوې ده.

ښاغلي رباني په همدې اړه یوه غونډه کې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان رول مهم وباله.

د افغانستان لپاره د دغه سازمان نوي استازي د افغانستان د سولې، ثبات، بیا رغونې او پرمختیا په برخه کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان پر ژمنې ټینګار وکړ.

دغه سازمان ۵۷ غړي لري چې مقر یې د سعودي عربستان په جده ښار کې دی.