رجب: د سالنګونو د لویې لارې تړل به یو موقتي اقدام وي

د سالنګ د حفظ او مراقبت امر وایي، د شپې پر مهال د دغې لویې لارې بندېدل یو موقتي اقدام دی او اوس‌مهال دا لاره د ټرافیکو پر مخ پرانیستې ده.

جنرال محمد رجب ازادي راډیو ته وویل چې امکان لري تر پنجشنبې پورې د سالنګ لویه لار بیا هم وتړل شي.

ښاغلي رجب زیاته کړه:

"په هغو ورځو کې چې ګمان کېږي د شپې له‌خوا به د دې لویې لارې عابرینو ته ځاني او مالي خطرات وي یا د شپې تیاره، غبار، طوفان او یا واوره ‌ډېره شي، نو په ځینو حالاتو کې دا لویه لاره تړل کېږي، کله ناکله به داسې وي تل نه، ښایي راتلونکې یوه یا دوه شپې هم داسي وشي او دا وضعیت به تر پنجشنبې پورې دوام وکړي."

د سالنګونو د حفظ او مراقبت امر زیاته کړه چې له اغېزمنو کسانو سره د مرستې لپاره ۲۵ مرکزونه شته چې خلک کولای شي د اړتیا پر مهال دغو مرکزونو ته ورشي.

جنرال رجب ددې لارې له مسافرینو غوښتي چې پر دې لاري د تګ راتګ پر مهال بشپړ چمتووالی ولري او د موټرو لپاره مجهز وسایل او خوراکي مواد له ځانه سره ولري.