د فلسطیني ادارې مشر د روسیې ولسمشر ته ویلي چې تر دې وروسته د اسرائیل او فلسطین ترمنځ بحران کې د منځګړي په توګه د امریکا هېڅ ډول رول نهشي منلی.
روسي رسنیو راپور ورکړی چې محمود عباس د دوشنبې په ورځ په مسکو کې ولادیمیر پوتین ته وویل چې د منځني ختیځ د بحران د منځګړیتوب لپاره د یوه نوي څلور اړخیز مېکانیزم غوښتونکی دی.
فلسطین وروسته له هغه په دغه بحران کې د امریکا له منځګړیتوب سره مخالفت پیل کړ چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ډسمبر میاشت کې بیتالمقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده.
بلخوا د روسیې او امریکا ولسمشرانو تېر ماښام د منځني ختیځ د مسایلو په اړه پر ټیلیفون خبرې وکړې.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یوې روسي الوتکې د لوېدو په اړه له خپل سیال ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړې او خواخوږي ېې وښوده.
تر اوسه لا په دې اړه څه نهدي ویل شوي چې دواړو مشرانو د منځني ختیځ د شخړو په اړه څه ویلي دي.