په افغانستان کې د "جنبش ګذار" په نوم سیاسي حرکت وايي، د ولسمشر د کار د وروستیو ۱۰۰ ورځو حسابیې پیل کړ.
د "جنش ګذار" مشر فهیم فطرت نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې په سولهیيز ډول او ډموکراتیک ډول د قدرت د انتقال غوښتنه لري.
فهیم فطرت وایي:
"د افغانستان د اساسي قانون د ۲۱مې مادې پر اساس، حکومتونه پنځه کلنه دوره لري او د افغانستان د ملي وحدت حکومت د ولسمشر د کاري دورې پای ته رسېدو ته ۱۰۰ ورځې پاتې دي، جنبش ګذار غواړي چېد د نوي ولسمشر د ټاکلو انتخابات د ۱۳۹۷ کال د وري د میاشتې له لومړۍ د غويي تر میاشتې وشي."
د افغانستان د ولسمشر دفتر تر اوسه په دې اړه خبرې نهدې کړي.