په غزني کې د ټرافیکي پېښې له امله ۳ کسان وژل شوي

د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۳ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند محمد عارف نوري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې ټرافیکي پېښه نن سهار شااوخوا ۱۰ بجې د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ اړوندې د لړم په سیمه کې د کابل-کندهار پر لويه لار د یوه موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي چې د دغه چپه شوي ۳۰۳ موټر د چپه کېدو لامل زیاته واوره وه.

ښاغلي نوري وویل، له ۱۵ ټپیانو یې ۱۱ بېرته له روغتونه رخصت شوي دي.