د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د پوهنتون د ودانۍ ډبره کېښودل شوه.
د پوهنتون د دغې ودانۍ لپاره پنځه کاله مخکې د افغانستان له ملي بودجې پیسې بېلې شوې وې، خو د یو شمېر زورواکانو لهخوا يې ټوله ځمکه غصب شوې وه چې تر ډېرو هلو ځلو ورسته نن دوشنبه د ارزګان ولایتي اداره وتوانېده چې د یاد پوهنتون د ودانۍ د بنسټ ډبره کېږدي.
د ارزګان والي محمد نذیر خروټي د پوهنتون د بنسټ د ډبرې د ايښودو پر مهال رسنیو ته وویل چې د پوهنتون دغه ودانۍ چې ۳۳ میليونه افغانۍ لګښت پرې راځي، په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي چې د یوه کال په موده کې بهيې کارونه په ښه معیار بشپړ شي.
د ارزګان پوهنتون د کندهار پوهنتون یوه څانګه ده چې له ۶ کلونو راهیسې لاتر اوسه خپله ودانۍ نهلري او مسؤلين او محصیلینيې تل له ستونزو سر ټکوي.
د پوهنتون د مسؤلینو په خبره چې دوی دا مهال تر ۵۰ زیاتو اداري خونو ته اړتیا لري، خو ټولې چارې په ۳۰ اداري خونو کې مخته وړي چې د دې ودانۍ په جوړېدو به دغه ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده چې د ارزګان پوهنتون د ودانۍ د جوړېدو لپاره تېر کال پنځه میلیونه ډالره بودجه منظور شوې وه، خو د نا امنیو او نورو ستونزو له کبله دغه بودجه سږ کال دوه نیم میلیونه ډالرو ته راکمه شوې ده.