د سوداګرو ښځو فدراسیون: د افغانستان د ښځینه سوداګرو شمېر کمېږي

د افغانستان د سوداګرو ښځو د فدراسیون ریاست وايي، په هېواد کې د ښځینه سوداګرو شمېر مخ په کمېدو دی.

د دغه فدراسیون رئیسې ګل جان زمرۍ نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ستونزې او د دوی تولیداتو ته د بازار نشتوالی د دې لامل شوی چې ښځینه سوداګر له سوداګرۍ لاس واخلي.

اغلې زمرۍ وویل، اوس‌مهال په ټول هېواد کې ۳۲ زره ښځې په سوداګرۍ او لاسي صنایعو بوختې دي چې دغه شمېر د یادو ستونزو له امله مخ په کمېدو دی.

دا وايي، سره له دې چې د ښځینه سوداګرو تولیدات په ملي او نړیواله کچه نندارې ته وړاندې کېږي، خو بیا هم د دوی تولیدات مناسب بازار نه‌لري.

د افغانستان د سوداګرو ښځو د فدراسیون د رئیسې په خبره، که حکومت د افغانستان د ښځینه سوداګرو ستونزو ته لازمه پاملرنه ونه‌کړي، نو ډېری ښځینه سوداګراې به له تجارت او لاسي صنایعو لاس په سر شي.