د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د روسیې له جمهور رئیس ولاديمیر پوتین سره د خبرو لپاره مسکو ته ولاړ.
عباس به هڅه وکړي چې په هغو برخو کې د پوتین ملاتړ تر لاسه کړي چې فلسطینیانیې په سر د امریکا له متحده ایالاتو سره مخالف دي.
لومړی تمه وه چې عباس له پوتین سره په سوچي ساحلي ښار کې وګوري، خو پوتین سوچي ته خپل سفر لغوه کړ، څو د یوې مسافر وړونکې الوتکې د سقوط د پېښې پایلې وڅاري.
د امریکا او فلسطین اړیکې وروسته له هغه چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېر کال د ډسمبر په شپږمه بیتالمقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه اعلان کړ، لا پسې خړې پړې شوې.