د عراق د نفتو وزیر وايي، بغداد د بریتانیا د تېلو له ستر شرکته بریټیش پټرولیم یا «بي. پي» غوښتي چې د کردستان په کرکوک ښار کې دې د نفتو د استخراج د بهبود په اړه خپلې څېړنې تکمیل کړي.
کرکوک د تېر کال په اخر کې د عراق مرکزي حکومت تر خپل کنټرول لاندې راوست.
تر دې مخکې د کرکوک له نفتو ډکې سیمې د عراقي کردانو په واک کې وې.
د عراق د نفتو وزیر جبار اللعیبي د فرانسې خبرې اژانس ته ویلي، هیلهمند دی چې د دې پروتوکول په اړه به د بریټیش پټرولیم د شرکت له رئیس سره چې ټاکل شوې راتلونکو ورځو کې کرکوک ته ولاړ شي، خبرې وکړي.
د کرکوک د نفتو سیمې په ۱۹۲۰ میلادي کال کې کشف شوي او د لسیزو راهیسې د عراق د مرکزي حکومت او کردانو ترمنځ لانجمنې سیمې وې.
بغداد په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د بریتانیا د تېلو د لوی شرکت سره د ګورګور او د کرکوک د هاونای د سیمو د تېلو د استخراج قرارداد لاسلیک کړی و، خو له هغې وروستهیې کار پیل نهشو.
د عراق د نفتو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې د دې هېواد صدراعظم حیدرالعبادي په کوېټ کې په یوه درې ورځني کنفرانس کې چې نن دوشنبه پیلېږي، ګډون وکړي او د عراق د بیارغونې لپاره د میلیاردونو ډالرو پانګونې د جلبولو غوښتنه به وکړي.