روسي چارواکي مسکو ته نږدې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو د پېښې په اړه څېړنې کوي.
روسي چارواکي وایي، دا الوتکه پرون یکشنبه د مسکو له هوايي ډګره تر پورته کېدو لږ وروسته ولوېده چې پهکې سپاره ټول ۷۱ کسان وژل شوي دي.
دا الوتکه چې ۶۵ مسافر او شپږ تنه عمله پهکې وو، د مسکو له هوايي ډګره تر پورته کېدو وروسته لوېدلې ده.
د انټرفکس خبري اژانس وايي، د انتونوف «این-۱۴۸» ډوله دا الوتکه د ساراتوف هوايي شرکت مربوط وه او پرون یکشنبه هغه مهال ولوېده چې له مسکو څخه د اورال اورشک سیمې ته روانه وه.
د ساراتوف هوايي شرکت ویاندې یلنا بورونوا پرون ناوخته د روسیې ۲۴ ټلوېزیون ته د پېښې په اړه وویل:
"نن یوه «این-۱۴۸» ډوله الوتکه چې په ۶۱۷۰۴ نمبر راجستر وه، له مسکو اورشک ته روانه وه چې د مسکو له هوايي ډګره تر پورته کېدو څو دقیقې وروستهیې اړیکې د هوايي ټرافیک له څارونکو سره پرې شوې. په الوتکه کې ۶۵ مسافر او شپږ تنه عمله سپاره وو، د ساراتوف هوايي شرکت د پېښې د قربانیانو کورنیو سره خپله ژوره خواشیني څرګندوي."
انټرفکس خبري اژانس د بېړنیو چارو د ادارې د چارواکو له خولې راپور ورکړی چې الوتکه د مسکو جنوب ختيځ ته په ۸۰ کېلو مترۍ کې د ارګونو په نوم کلي ته نږدې لوېدلې ده.
د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف وايي، ولسمشر پوتین د پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او همدارنګهیې سوچي ښار ته خپل سفر لغوه کړ، څو د پېښې څارنه وکړي.
د روسیې ۲۴ ټلوېزیون د پېښې د سیمې تصویرونه ښودلي چې پهکې الوتکه پر یوه تش او واورو پوښلي میدان لوېدلې ښکاري.
د روسیې د بېړنیو پېښو اداره وايي، د سپرلیو مړي او د الوتکې یو تور بکس موندل شوي دي.
د الوتکې زیاتې سپرلۍ د اورینبورګ اوسېدونکي وو، چېرې چې دا الوتکه روانه وه.
د اورینبورګ سیمهییز حکومت نن دوشنبه په دې سیمه کې ماتم اعلان کړی دی.
چارواکي وايي، د الوتکې د نسکورېدو د علت په اړه څېړنې روانې دي.