سروې: د افغانستان د ۲۰۱۷ کال بودجې له سلو ۴۹ نمرې وړي

د خلاصې بودجې د ۲۰۱۷ کال یوه سروې ښيي چې افغانستان د شفافیت په برخه کې، له سلو۴۹ نمرې خپلې کړې دي .

د افغانستان د روڼتیا بنسټ د نړیوالې بودجې د مشارکت د ادارې په ملتیا، د ۲۰۱۷ کال د خلاصې بودجې سروې ترسره کړه او ټینګار کوي چې په بودجه کې د خلکو ونډه زیاته شي.

د افغانستان د روڼتیا د څار د بنسټ رئیس سیداکرام افضلي د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۲۲ مه» په یوې خبري ناسته کې وویل، په سروې کې روڼتیا، څار او په بودجه کې د خلکو مشارکت په پام کې نیول شوی دی.

ده وویل، د ۲۰۱۷ کال بودجې د روڼتیا له پلوه له سلو ۴۹ نمرې خپلې کړې دي.

سید اکرام افضلي

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت د شفافیت له پلوه له سلو نمرو ۴۹، د بودجې د څار له پلوه یې ۴۳ نمرې او په بودجه کې یې د خلکو د مشارکت له پلوه ۱۵ نمرې خپلې کړي او هیله ده چې په دې برخه کې د خلکو ونډه زیاته شي."

افغانستان له ۲۰۰۸ میلادي کال را پدېخوا د خلاصې بودجې د سروې له خوا ارزول کېږی .

په ۲۰۰۸ کال کې افغانستان ۸ نمرې ، په ۲۰۱۰ کې ۲۱ په ۲۰۱۲ کې یې ۵۹ او ۲۰۱۵ کې یې ۴۲ نمرې خپلې کړې دي.

د افغانستان د ملي بودجې طرحه هرکال له یولړ ستونزو سره مخ وي، ان دا چې په ځینو برخو کې د ولسي جرګې له خوا ردېږي.

د ویلو ده چې د ۱۳۹۷ لمریز کال بودجه د ځینو نیمګړتیاو له امله ولسي جرګې رد کړه، خو په کې د یولړ اصلاحاتو وروسته تصویب شوه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ماليې وزارت د ۱۳۹۷ کال لپاره د خپلو پلانونو خبر ورکوي.

د دغه وزارت مرستیال خالد پاینده چې په دغه ناسته کې حاضر و، وویل چې په را روان کال کې، په تصدیو کې پر روڼتیا، د دولتي ادارو په شتمنیو، د تقاعد د پروسې پر اصلاحاتو، ولایتې بودجې او په بودجه کې د خلکو پر مشارکت کار کوي.

دی وایي:

"ځیني جدي اقدامات مو په ۲۰۱۸ کال کې په بودجه کې وکړل چې له روڼتیا، څار او د خلکو له ونډې اخیستنې سره مرسته کوي، حکومت او د ماليې وزارت په ټوله کې شفافیت ته ژمن دی."

بل خوا د ولسي جرګې د مالي او د بودجې د کمېسیون رئيس اميرخان یار وايي، په هېواد کې د جنګونو او بېوزلۍ له امله د بودجې په هکله د خلکو د پوهاوي کچه ټیټه ده .

ده انتقاد وکړ چې د افغانستان بودجه د دې پرځای چې عایداتي وي، مصرفي ده.

د ده په خبره، دغې بودجې ونه شول کړای چې خلکو ته د کارزمینې برابرې او د عوایدو په زیاتولو کې ګټوره ثابته شي.

راپور: خان محمد سیند