په شبرغان کې د بې ځایه شویو کورنیو ۱۸۰۰ نجونې ښوونځیو کې شاملې شوي

په شبرغان کې د مېشتو بې ځایه شویو کورنیو نېږدې ۱۸ سوه نجونې په ښوونځیو کې شاملې شوې دي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دې نجونو ته چې کورنۍ یې په جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د جګړو له کبله له خپلو مېنو بې ځایه شوي، د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د موسسې یا اکټید په مالي مرسته د زده کړو امکانات برابر شوي دي.

په جوزجان کې بې ځایه شویو کورنیو ته، په اکټید موسسه کې د لاسرسي د پروژې مسؤل نصیراحمد یوسفي د دې نوښت په اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه:

"دا پروژه په هغو سیمو کې تطبیق شوې ده چې کډوال پکې اوسي، د هغوی ماشومان مخکې ښوونځیو ته نه وو تللي او یا هم په خپلو سیمو او ولسوالیو کې تللي وو."

ښاغلي یوسفي زیاته کړه چې د کورنیو بې ځایه شویو لپاره څلور ښوونځي د شبرغان په څلورو کلیو کې جوړ شوي او څه کم دوه لکه ډالر لګښت پرې شوی.