روان کال له کندهاره ۳۰ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي

د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په روان کال کې د هند او پاکستان په ګډون مختلفو هېوادونو ته له دغه ولایته، ۳۰ زره ټنه انار صادر شوي دي.

د دې ادارې رئیس سید حفیظ الله سیدي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په روان کال کې د انارو محصولات شااوخوا ۱۱۰ زره ټنه وو چې ۳۰ زره ټنه یې بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي او پاتې نور یې په هېواد کې دننه په مناسبه بیه پلورل شوي دي.

د ښاغلي سعیدي په خبره، تېرکال د انارو د صادراتو کچه ۲۰ زره ټنه وه.

د ده په خبره، تر ډېره دغه صادرات د کابل ـ ډهلي هوايي دهلېز له لارې شوي چې ګټه يې هم د نورو کلونو په پرتله ډېره وه.

د کندهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، په روان کال کې یې د حاصلاتو کیفیت ډېر ښه و، نو په همدې دلیل يې ښه بازار او بیه لرله.