چارواکي: ارزګان کې هوایي بریدونو ۵ وسله وال طالبان وژلي

د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې تېره ورځ د بهرنیو ځواکو په هوایي بریدونو کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او۴ نورټپیان دي.

د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمون وال عبدالقوي عمري نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې بهرنیو ځواکو دغه هوايي بریدونه د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ اړوندې خانکه نومي سیمه کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو کړي دي.

نوموړی وايي چې د یادو بریدونو پرمهال د وسله والو طالبانو یوشمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه تللي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ په شمال ختیځه برخه کې له تېري شااوخوا یوې اوونۍ راهیسې د افغان ګډو ځواکونو له خوا هوايي او ځمکني عملیات د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف پیل شوي چې بهرني ځواکونه يې هم هوایي ملاتړ کوي.

بل خوا عمري وايي تېره ورځ د مرکز ترینکوټ اړوند د سولې په نوم سیمه کي پر ملکیانو د وسله والو طالبانو له خوا ښخ شوي ماین چاودنه کړې چې په ترڅ کي یې دوو تنکيو ځوانانو ژوند له لاسه ورکړی.

نوموړی وايي، ماین وسله والو طالبانو ښخ کړی و چې هدف یې افغان امنیتي ځواکونه وو.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم د سولې په نوم سیمه کې د ماین چاودنې درې ماشومان وژلي وو.

په ارزګان کې بې شمېره ښخ کړل شوي ماینونه د خلکو ژوند ته لوی ګواښ دی.