په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو لپاره نوې پوښتنې

ایګزماینر:

د واشنګټن ایګزماینر اوونیزې په بدخشان ولایت کې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ پر مورچو د امریکايي الوتکو د وروستیو بمباریو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

واشنګټن ایګزماینر لیکي، که څه هم اکثره امریکایان د افغانستان د جګړې خبرونه له نېږدې نه تعقیبوي، خو القاعده شبکه چې په نیویارک او واشنګټن کې یې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د ۱۱مې حملې وکړې، پېژني.

ښايي امریکایانو دا هم اورېدلي وي چې حقاني شبکه چې په افغانستان کې د خونړیو حملو مسؤله ده، په پاکستان کې اوسي.

خو تېره اوونۍ امریکا اعلان وکړ چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یې په نښه کړی دی.

دا ډله د تاجکستان او چین پولو ته نېږدې فعالیت کوي.

د اوونیزې پر اساس، امریکا د بي۵۲ الوتکو په وسیله پر دې ډلې په بدخشان کې حمله کړې ده.

ایګزماینر اوونیزې کښلي، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ چې د چین په ایغور اقلیت کې نفوذ لري، د امریکا، برېتانیا، افغانستان، قرغیزستان او ملګروملتونو له لورې ترورېستي ډله پېژدل کېږي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا «په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو لپاره نوې پوښتنې» تر سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې.

په دې لیکنه کې لولو چې په افغانستان کې امریکايي پوځیانو ته پوښتنه دا ده چې د جګړې په وخت چېرې ځای پر ځای شي؟

ورځپاڼه وايي، کله چې تېر کال د برید جنرال راجر ترنر ځواکونه په هلمند کې ځای پر ځای شول، څرګنده نه وه چې امریکايي پوځیان باید تر کومه حده د افغان امینتي ځواکونو په ملاتړ کې له خطر سره مخامخ کړای شي.

نوموړی وايي، په هلمند کې د ۳۰۰ امریکايي پوځیانو ځای پر ځای کېدا یو خطرناک ماموریت و.