یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن شنبه «د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۲۱ مه» ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان لویې څارنوالي د کابل پر کانټیننټال هوټل د برید په تړاو ۴ تنه له هېواده ممنوع الخروج اعلان کړل.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو څلورو ممنوع الخروج اعلان شویو کې د کابل بلخ امنیتي کمپنۍ مشر، د نوموړي مرستیال او د کانټیننټال هوټل مشر شامل دي.
دغې سرچینې د څلورم کس د نوم او موقف په اړه څه ونه ویل.
په دې اړه نور جزیات وروسته.