د ستکهلم حمله کونکي له داعش ډلې سره اتباط درلود

د سويډن په پلازمېنه ستکهلم کې د یوې خونړۍ حملې په تور نیول شوي وګړي د تاجکستان له وسله والو سره چې ځان د داعش غړي ګڼي، ارتباط درلود.

دا خبره د ازادې اروپا او ازادي راډیو او د سویډن د یوه خبري اژانس په ګډه څېړنه کې معلومه شوې ده.

د ازادې اروپا او ازادي راډیو د ازبکستان او تاجکستان برخې د سویډن له خبري اژانس [ټي ـ ټي] سره په ګډه څېړنه کې وپتېله چې رحمت عاقلوف ترحملې مخکې، د حملې پر وخت او تر هغه وروسته د تاجکستان له وسله والو سره چې ځان د داعش غړي ګڼي، اړيکې درلودې.

رحمت عاقلوف۳۹کلن او په خټه د ازبکستان دی.

هغه په سويډن کې يې د پناغوښتونکي په توګه ژوند کاوه.

هغه د ۲۰۱۷مېلادي کال په اپرېل میاشت کې یو موټر غلا کړی و او بیا یې په ستکهلم کې عادي خلک په موټر وهلي وو.

په حمله کې پینځه تنه وژل شوي وو.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د ازادي راډیو تاجکي برخې ته ویلي چې د سویډن حکومت په دې اړه چې عاقلوف له هغو تاجک وسله والو سره چې دداعش غړي ارتباط درلود، خبرې نه دي ورسره کړي.