د بودجې پر سر لانجې د امریکا د حکومت چارې بیا ځنډولي

د امریکا د حکومت چارې په تېر یوه کال کې د دوهم ځل لپاره د بودیجې پر سر د لانجې له کبله پرون بیا په ټپه ودرېدلې.

د امریکا سنا په خپله غونډه کې چې د کابل د نن سهار تر نه نیمو بجو او د واشنګټن په وخت تر نیمې شپې پورې یې دوام وکړو، د بودیجې لایحې ته د رایو په ورکولو کې پاتې راغله.

ټاکل شوې چې سناتوران نن د واشنګټن په وخت سهار بیا غونډه وکړي.

د سنا غړو هیله څرګنده کړې ده چې دا ستونزه به یوازې د څو ساعتونو په ترڅ کې حل شي.

د بودیجې لایحې ته که نن په سنا کې مثبتې رایې هم ورکړل شي د ولسمشر له توشیح مخکې باید د کانګرس د استازو جرګې له خوا تصویب شي.

د امریکا د حکومت مالي چارې د جنوري پر نوولسمه وروسته له هغه په ټپه ودرېدې چې سپینه ماڼۍ او کانګرس د مالي لګښتونو د لایحې په اړه په موافقه کې پاتې راغلل.

په تېرو ۲۵ کلونو کې دا پنځم ځل دی چې د امریکا د حکومت او سنا ترمنځ د بودیجې پرسر د لانجې له کبله حکومتي چارې په ټپه درېږي.